د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګي لاوروف د اوکراین حکومت تورن کړ چې د منسک د اوربند د تړون په پلي کېدو کې پاتې راغلی دی.
لاوروف چې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر فرانک والټر شټاینمایر کوربه دی، تیره ورځ یې په مسکو کې خبریالانو ته وویل، د کېیف کارونه د اوکراین په ختیځ کې د سولې د لارې اصلي خنډ دي.
د منسک د سولې تړون د تېرمیلادي کال په فبروري کې لاسلیک شو او له دې سره د حکومتي ځواکونو او روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو ترمنځ د اوکراین په ختیځ کې جګړې راکمې شوې، خو نښتې لا هم روانې دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر بیا پر دواړو لورېو غږ وکړ چې د اوربند د تړون درناوی وکړي.
شټاینمایرد روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وکتل او تر دې لیدنې کتنې وروسته یې وویل چې ګټورې خبرې یې کړې دي.