د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د بروکسل د برید کوونکو په ډله کې یو تن ترکېې نیولی و او په جون میاشت کې یې بلجیم ته سپارلی و.
اردوغان تیره ورځ وویل، د بلجیم چارواکو دغه مشکوک کس د دې سربیره خوشې کړی وو چې ترکېې خبرداری ورکړی و.
د ترکېې ولسمشر د دې سړی نوم وانخیست. ده وویل چې دا سړی له سوریې سره د ترکېې پر پوله نیول شوی و او د جولای په ۱۴ ترکېي چارواکو بلجیم ته د دې کس د ور سپارلو په باره کې معلومات ورکړي وو.