اروپایي چارواکي وایي، د بروکسل په هوایي ډګر کې یو انتحارکوونکي د پاریس د تیرې نومبر د میاشتې د خونړېو حملو یو مشکوک بم جوړونکې و.
د بلجیم، فرانسې او نورو اروپایي چارواکود بلجیم خبري رسنیو، فرانسپریس او اسوشیټیډ پریس خبري اژانسونو ته ویلي چې دوی ګومان کوي چې د بلجیم حمله به هم هماغې د اسلامي دولت ډلې څانګې کړې وې.
د چاودنې له ځایه د بدن د موندل شوېو ټوټو د ډې.ان.اې له څیړنې وروسته معلومه شوې چې د بروکسل په هوایي ډګر کې د سې شنبې د ورځې یو بریدکونکې نجیم العشراوي دی.
چارواکو ویلي کله چې تیره اوونۍ په بروکسل کې د پاریس د حملو یو اصلي تورن صلاح عبدالسلام ونیول شو، دوی په العشراوي پسې و او ګومان یې کاوه چې هغه یې شریک و.
ګومان کېږي چې ۲۴ کلن العشراوي به چې په بلجیم کې زیږیدلی او له اصله د مراکش دی، هغه ځان وژونکي واسکټونه جوړ کړي و چې د پاریس په حملو کې ترې کار اخیستل شوی و. په دغو حملو کې ۱۳۰ کسان وژل شوي و.
د پاریس او د بروکسل د هوایي ډګر د حملو له ځایه د ډې. ان. اې معاینات په دواړو حملو کې د هغه لاس لرل ثابتوي.