نن د بلجیم رسنيو د هغو دوو ځانمرګو بريدکوونکو نومونه خپاره کړل چې پر هوايي ډګر يې حمله کړی وه.
د دوی په وينا دغه کسان وروڼه وو او خالد او ابراهيم البکرويي نومېدل.
د رسنيو په وينا پوليسو د دغو کسانو په اړه معلومات لرل.
د درېيم کس په اړه چې له دوی سره يو ځای لیدل شوی وو تر اوسه پلټنې روانې دي.
د يوه راپور له مخې دغه کس نجيم لاچرا اويي نومېږي چې له مخکې لا پوليس پسې ګرځېدل.
د راپورونو له مخې له دوو وروڼو څخه یوه په بدل نامه په بروکسل کې اپارتمان کرايه کړی وو.
په دغه سيمه کې پوليسو په يوه نښته کې تېره اوونۍ یو وسله وال کس وژلی وو.
بلجیم په پلازمینه بروکسل کې له پرونیو بم چاودنو وروسته په ټول هېواد کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.
د بروکسل په هوایي ډګر او د دې ښار د مترو په یوه تم ځای کې په دریو چاودنو کې لږترلږه ۳۴ کسان ووژل شول او له دوه سوه زیات ټپیان شول.
دغه بریدونه څلور ورځې وروسته له هغې کېږي چې د پاریس د حملو یو ژوندی اصلي تورن صلاح عبدالسلام په بروکسل کې ونیول شو.
ټاکل شوې چې هغه به نن یوې ابتدایي محکمې ته وړاندې شي.