پکتیا: د څمکنیو او جاني خېلو اوسېدونکو مظاهره وکړه

د پکتیا د څمکنۍ او جاني خېلو ولسوالیو سلګونو اوسېدونکو نن د یوې عمومي جادې د خرابوالي له وجې مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو وویل چې له ډېرو غوښتنو سره سره لاهم دا ستونزه پر ځای پاتې ده.

د دغه ولایت یوه قومي مشر ملک متي خان وايي، که چېري د دوی غوښتنې ونه منل شي نو خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي او د څو ولسوالیو مواصلاتي لارې به بندې کړي.

دوی وایي چې د دې عمومي جادې د پخولو او د دغو ولسوالیو د اوسیدونکو د ستونزو په اړه یې په کراتو دولت ته هم شکایتونه کړي خو تراوسه یې چا غږ نه دی اورېدلی.