په هند کې د افغانستان او انګلستان کرکټ لوبه روانه ده

په هندوستان کې د افغانستان او انګلستان د ټیمونو ترمنځ لوبه روانه ده.

ټاس یا پچه انګلستان لوبډلې وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ تردې وړاندې ویلي چې د افغانستان لوبغاړو د نړۍ له قوي ټیمونو سره له خپلو تېرو دوو لوبو ښې تجربې تر لاسه کړي او له میدان سره بلد شوي دي.

دوی وايي، نن د انګلستان د ټیم په وړاندې لوبه کې تر پخوا ډېر چمتو دي.

د افغانستان بله لوبه د مارچ په ۲۷ مه نېټه له ویست اینډیز سره ده.

تر دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم خپلې دوه لوبې د سرېلانکا او جنوبي افریقا په وړاندې بایللي دي.