د افغانستان د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشر وايي، د سولې روان بهیر ته هیله من نه دی.
عبیدالله بارکزي نن ازادي راډیو ته وویل چې د سولې په پلمه د پاکستان په ګډون د افغانستان په قضیه کې ښکېلې خواوې، افغان حکومت په غلفت کې اچوي او په دې سره خپلو اهدافو ته ځان نږدې کوي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړی یوسف صابر بیا د سولې روان بهیر ته هیله مند دی او وايي چې د سولې راتګ ډېر وخت ته اړتیا لري.
که څه هم تراوسه د سولې عالي شورا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو افغان ولسمشر وړاندې ویلي و چې د سولې خبرو ته ناهیلې نه دی او په دې برخه کې ستراتیژیکه حوصله لري.