بلجیم په پلازمینه بروکسل کې له پرونیوبم چاودنو وروسته په ټول هېواد کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.
د بروکسل په هوایي ډګر او د دې ښار د مېټرو په یوه تم ځای کې په درېیو چاودنو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان ووژل شول او له ۲۰۰ زیات ټپیان شول.
تیره شپه د بروکسل ښار په تاریخي څلورلاره کې خلک راټول شوي و، شمعې یې بلې کړې وې او د قربانیانو په یاد یې د ګلونو ګیډۍ ایښودې.
نن غرمه به یوه دقیقه چوپتیا غوره شي.
بلجیم د تروریستي خطر لوړې درجې ته پورته کړې او نور اضافي ځواکونه یې ځای پرځای کړي دي.
د اسلامي دولت ډلې د دغو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی.
پولیس هم د هغه مشکوک کس پسې د لټون عملیات کوي چې پټو کامرو یې تصاویر خپاره کړي دي.
له هغه سره دوه تنه چې ګومان کیږي خپل ځانونه به یې په هوايي ډګر کې الوزولي وي، په دغو تصویرونو کې ښکاره کیږي.
بله چاودنه د مالبیک په مېټرو تم ځای کې وشوه.
دغه بریدونه څلور ورځې وروسته له هغې کیږي چې د پاریس د حملو یو ژوندی اصلي تورن صلاح عبدالسلام په بروکسل کې ونیول شو. ټاکل شوې چې هغه به نن په یوه ابتدایي محکمه کې ودرول شي.