د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په کابل ښار کې د تروریستي فعالیتونو په تور څلور کسیزه ډله نیولې.
د دغه ریاست لخوا په هغه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ویل شوي چې دې ډلې غوښتل چې د نوې کال په دوو ورځو کې په بېلابېلو برخو کې د ماینونو په ځای پرځای کولو سره ترورستې حملې ترسره کړي.
دا ریاست وایې چې په لومړنیو څېړنو کې یادو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی.
تر دا مهاله د وسله والو مخالفینو هېڅ یوې ډلې د یادو نیول شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.