د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر کیوبایانو ټینګار کړی چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره یو مثبت راتلونکې ولټوي.
په هغه وینا کې چې د کیوبا ولسمشر راول کاسټرو ورته ناست و او د کیوبا له دولتي تلویزون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېدله د امریکا ولسمشر په یو ډیموکراټیک سیسټم کې ازادۍ وستایلې او ویې ویل، غواړي چې د کیوبا خلک دا "ړنده هیله" شاته پرېږدي چې د هېواد ستونزې به خپله هوارې شي.
اوباما کیوبا ته په خپل دې تاریخي سفر کې تر دې وینا وروسته د حکومت د مخالفینو یوې ډلې سره وکتل او بیا یې د کیوبا او د امریکا د دوو ټیمونو ترمنځ د بیس بال د لوبې ننداره وکړه.
لاتینې امریکا ته د دې سفر په ترڅ کې به نن چارشنبې ولسمشر بارک اوباما ارجانټاین کې له چارواکو سره وګوري.