په بلجیم کې چارواکو د دې هېواد په مرکز بروکسل کې له پرونۍ خونړیو بریدونو وروسته امنیتي تدابیر زیات کړي او د دې هېواد په ځینو برخو کې یې د لټون عملیات پیل کړي دي.
پرون د بروکسل په عمومي هوايي ډګر او د میټرو په یو تم ځای کې پرلپسې چاودنو لږترلږه ۳۴ کسان ووژل او تر ۱۸۰ زیات نور یې ټپیان کړل چې د دې هېواد د روغتیا وزیر د ډېرو ټپیانو وضعیت جدي بللی دی.
د دې بریدونو مسؤلیت د اسلامي دولت وسله والې ډلې منلی دی.
د سې شنبې د ورځې له چاودنو وروسته بلجیم د امنیت لپاره په تر ټولو لوړه کچه د تیارسئ حالت اعلان کړی او په بروکسل کې یې د پخوانیو سربېره ۲۲۵ اضافي سرتېري ځای پر ځای کړي دي.
د بیلیجم صدراعظم چارلز میخیل"Charles Miche" دا ظالمانه او ناځوانمرادنه بریدونه بللې دي.
بل خوا د بیلجیم رسنیو د امنیتي کمرو هغه تصویر خپور کړی چې په کې درې د ځوان عمري سړي د هوايي ډګر د لاسي کراچیو سره روان ښکاري.
پولیس دا درې تنه مشکوک برید ګر ګڼي.
د راپورونو له مخې له دې درې کسانو څخه دوو یې ځانونو ته چاودنه ورکړی خو چارواکي وايي، دوی په دریم بریدګر پسې چې ګومان کېږي له پېښې ژوندی تښتېدلی لټون کوي.