افغان کرکټ ټیم نن له انګلستان سره لوبه کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان لوبغاړو د نړۍ له قوي ټیمونو سره له خپلو تېرو دوو لوبو ښې تجربې تر لاسه کړي او له میدان سره بلد شوي دي.

دوی وايي، نن چارشنبې د انګلستان د ټیم په وړاندې لوبه کې تر پخوا ډېر چمتو دي.

د افغانستان او انګلستان د ټیمونو ترمنځ نن دا لوبه د هندوستان د ممبی په ښار کې د افغانستان په وخت مازیګر درې بجې پیلېږي.

د افغانستان بله لوبه د مارچ په ۲۷ مه نېټه له ویست اینډیز سره ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وویل که چېرې افغانستان دا دوه لوبې وګټي د دې چانس لري چې د کرکټ د دې نړیوالو شل اوریزو سیالیو نیمه پای لوبې ته لاره ومومي.

تر دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم خپلې دوه لوبې د سرېلانکا او جنوبي افریقا په وړاندې بایللي دي.