بلخ د حکومت د دوو لوړ پوړو جنرالانو د پلویانو د احتجاج شاهد و

زرګونو کسانو په بلخ ولایت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په ملاتړ لاریون ترسره کړ او د بلخ سیمه ییز حکومت یې د مختلفو اقوامو په وړاندې په تبعیض درلودلو تورن کړ.

دا احتجاج وروسته له هغې په بلخ ولایت کې ترسره کېږي چې د نوي لمریز کال له پیل څخه یوه ورځ دمخه د مزارشریف په کامګار او برکت واټونو کې د ناپېژنده کسانو له خوا د جنرال دوستم لوی تصویرونه وشکول شول.

د یادو تصویرونو شکول سبب شول چې د جنبش حزب د پلویانو غوسه راوپاروي او تېره ورځ هم د بلخ دولتي چارواکو په خبره چې سلګونه کسانو وغوښتل چې له نورو ولایتونو څخه په دې لاریون کې د ګډون لپاره راشي دا چې له دوی سره وسلې وې ورته د امنیتي ځواکونو له خوا اجازه ورنه کړل شوه.

مظاهره چیانو ویل چې د بلخ سیمه ییز حکومت د یوه ځانکړي حزب په لاس کې دی او ټولې دولتي اداري چارې همدې حزب ته د اړوند کسانو له خوا ترسره کېږي او سیاسي قدرت یې په خپل واک کې اخیستی دی.

د احتجاج کوونکو اساسي هدف دا وو چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د مزارشریف له لویو واټونو او څلور لارو څخه د جنرال عبدالرشید دوستم تصویرونه شکول شوي وو.

د احتجاج کوونکو اساسي هدف دا وو چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د مزارشریف له لویو واټونو او څلور لارو څخه د جنرال عبدالرشید دوستم تصویرونه شکول شوي وو.

دوی دا عمل د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته سپکاوی وباله او په غبرګون کې یې لاس په لاریون پورې کړ.

مظاهره چیانو د دې ترڅنګ چې جنرال دوستم ته د سپکاوي د عاملیونو د نیولو غوښتنه درلوده وویل؛ د بلخ محلي دولت د یوې ځانګړې سیاسي حلقې په لاس کې دی او نورو توکمونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

یاد لاریون ته یوه ویناوال داسې وویل:

"موږ جنرال عبدالرشید دوستم ته دا ترسره شوی سپکاوی په کلکو الفاظو غندو او د عاملینو د پېژندلو غوښتنه کوو، د بلخ محلي حکومت د یوې خاصې ډلې په لاس کې دی او د نورو قومونو حقونه سلب شوي دي."

په دې لاریون کې ځینې برخه وال هم د مزارشریف له واټونو څخه د جنرال عبدالرشید د تصویرونو شکول او لیرې کول، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته سپکاوی بولي او وایي چې محلي دولت د نوموړي د قدرت او توانايي زغم نه لري.

موږ جنرال عبدالرشید دوستم ته دا ترسره شوی سپکاوی په کلکو الفاظو غندو او د عاملینو د پېژندلو غوښتنه کوو.

په ورته وخت کې بیا د بلخ سرپرست عطا محمد نور په پلوۍ هم زرګونه تنه په مزارشریف کې راټول شول چې په کې په شخصي جامو کې وسله وال کسان هم تر سترګو کېدل، دوی د یاد لاریون په غبرګون کې دا عمل ترسره کړ.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور ویاند منیر فرهاد د جنبش حزب د پلویانو د ادعاوو په ردولو سره وايي چې دې ولایت کې ټولې مقرریانې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون له خوا ترسره کېږي او هېڅ څوک له چا سره د تبعیض پر بنسټ چلند نه کوي.

ښاغلي منیر فرهاد زیاته کړه:

"ټولې مقرريانې د امتحان پر بنسټ او د اداري اصلاحاتو د کمېسیون له خوا ترسره کېږي دا ادعاوې بې بنسټه دي."

Your browser doesn’t support HTML5

د حکومت د دوو لوړ پوړو جنرالانو د پلویانو احتجاج

د بلخ سرپرست عطا محمد نور هم د ښاغلي جنرال دوستم د پلویانو د یاد اعتراض په اړه دمخه څرګندونې کړې وې او په خپله فېس بوک پاڼه کې یې لیکلي چې مظاهره چیان دې باید آشوب ته لمن ونه وهي او د ۱۳۷۲ او ۱۳۸۲ غمېزې دې بیا تکرار نه شي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی