افغان ولسمشر د بلجیم نننۍ چاودنې وغندلې

د افغانستان جمهوري ریاست د بلجیم په پلازمېنه کې نننۍ خونړۍ حملې چې په کې له ۳۳ زیات کسان ووژل شول، وغندلې.

د ولسمشرد ویاند مرستیال سید ظفرهاشمي ازادي راډیو ته وویل، دغو حملو یوځل بیا وښوده چې تروریزم سرحد نه لري او په وړاندې یې ګډې مباررزې ته اړتیاده.

د بلجیم د پلازمینې بروکسل په هوایي ډګر او د دې ښار د مترو په یوه تم ځای کې په ننیو چاودنو کې چې یوه ېې انتحاري حمله بلل شوي، تر اوسه چارواکو د لږترلږه ۳۳ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.