د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف د جاپان او سنګاپور له ملي ټیمونو سره سیالي کوي.
د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل سید علي کاظمي ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړي په قطر کې ښه تمرینات تر سره کوي او هیله ده چې دغه سیالۍ وګټي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیمونه په داسې حال کې د دغه قوي ټیمونو سره مخ کېږي چې په تېرو نړیوالو سیالیو کې پرله پسې بریاوي یې خپلې کړې او دوهم مقام یې خپل کړ.