د مالیزیايي الوتکي موندل شوې ټوټه اسټرالیا ته وړل شوې

په موزمبیق کې موندل شوې ټوټه چې ګومان کېږي هغه به په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ورکې شوې مالیزیایي الوتکي وي، د ازموینې لپاره پرون اسټرالیا ته یووړل شوه.

یو متر اوږده د اوسپنې سپینه ټوټه تېره میاشت د افریقا په ساحل کې یوه امریکایي سیاح چې په خپلواکه توګه یې د MH370 الوتنې په اړه پلټنه کوله وموندله.

د اسټرالیا د ترانسپورټي تاسیساتو وزیر دارین چیسترDarren Chester وویل، دغه ټوټه د توجه وړده خو تر هغو پورې چې کره څېړنه نه وي تر سره شوې، په دې اړه څه ویل به حدس او ګومان وي.

د مالیزیا د ترانسپورټ وزیر لیو تیونګ لای Liow Tiong Lai وویل، د دې ډېر احتمال شته چې دغه د اوسپنې دا ټوټه به MH370 الوتنې ته ورته د بوینګ ۷۷۷ الوتکې وي.

دغه مالیزیایي الوتکه له ۲۳۹ سپرلیو سره په ۲۰۱۴ کال کې چې پیکنګ ته د تلو په هدف له کوالا لامپور څخه له پورته کېدو لږ ځنډ وروسته ورکه شوه.

ګومان کېږي چې هغه به د هند په سمندرکې کې راغور ځېدلې وي.

د دغې الوتکې یواځې یوه ټوټه چې د هند د سمندر په رې اونیون Reunion ټاپو کې موندل شوې، تایید شوې چې هغه د ورکې شوې الوتکې ده.