بلخ کې د جنرال دوستم او بلخ والي په ملاتړ مظاهرې وشوې

د بلخ په مرکز مزارشریف کې د جنبش او جمعیت ګوندونو سلګونو پلویانو د ولسمشر د لومړي مرستیال او د دغه ولایت د سرپرست والي په ملاتړ بېلابېلې مظاهرې وکړې.

له سیمې څخه د ازادي راډیو خبریال وايي چې د مظاهره چیانو په منځ کې ځینې غیر مسؤل وسله وال کسان هم لیدل کېږي.

دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې یوشمېر نامعلومو کسانو په مزارشریف کې له ځینو څلور لارو څخه د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم عکسونه لېرې کړل او دې کار د دوستم پلویان په غسه کړل او مظاهرو ته یې مخه کړه.

په ورته وخت کې د بلخ د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي، هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې په مزار شریف کې امنیت ګډوډ کړي.