د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې نن یو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر عبدالباقي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې د افغان پانګوالو شاوخوا ۱۰۰ غرفې نندارې ته ایښودل شوي دي.
په دغه نندارتون کې کرنیزې ماشینرۍ ، ټراکټورونه، پایپونه، تازه او وچه میوه، زراعتي درمل او اصلاح شوي کرنیز تخمونه شامل دي.