افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښوونځي د زنګ په وهلو سره په رسمي ډول په هېواد کې ۱۳۹۵ تعلیمي کال پیل کړ.
ولسمشر د نوې تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې وویل چې د پوهنې وزارت فعالیت د زده کوونکو او ښوونکو ستونزو ته ځواب نه شي ویلی:
"د پوهنې وزارت فعالیت او کردار د ښوونکو او زده کوونکو غوښتنو ته ځواب نه شي ویلی، باید یوه شفافه حساب ورکونه موجوده وي، موږ د افغان ماشومانو په وړاندې مسؤل یو، نو باید د پوهنې وزارت منابع د ټول هېواد د شفافیت او حساب ورکونې نمونې وګرځي."
ښاغلي غني د پوهنې د کیفیت پر لوړولو د ټینګار تر څنګ وویل چې مور او پلار باید د زده کوونکي په ښوونه او روزنه کې فعاله ونډه واخلي.
بل لورته، د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، سږکال به یو اعشاریه اووه میلیونه نوې زده کوونکي په ښوونځیو کې شامل شي چې ۴۱ سلنه به یې نجونې وي.
د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وايي چې له فساد سره ټینګه مبارزه او د پوهنې کیفیت لوړول یې په کاري لومړیتوبونو کې دي.