ولسمشر غني په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو د هغو ځانګړو عملیاتو ستاینه کړي چې په ترڅ کې یې ۱۶ تنه بندیان د طالبانو له زندان څخه خوشې شول.
له ارګ څخه یوې خپرې شوې خبر پاڼې د ولسمشر غني له خولې ویلي:
"د دا ډول عملیاتو ترسره کول د افغان امنیتي ځواکونو د زیاتېدونکي ځواک څرګندونه کوي."
افغان چارواکي وايي چې د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې یې د ژغورنې دا هوايي او مځکني عملیات د ملي اردو د ځانګړو قطعو پر مټ تر سره کړي.
دوی وايي، په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته تلفات نه دي اوښتي او توانېدلي چې ۱۶ بندیان د طالبانو له بنده خوشې کړي.