په مزارشریف کې له یو شمېر څلور لارو څخه د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د عکسونو لېرې کولو په دې ولایت کې د دوستم د پلویانو او ځايي چارواکو ترمنځ ناندرۍ زیاتې کړي دي.
د دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند یوه لوړ پوړي چارواکي عزیزالله کارګر پرون ازادي راډیو ته وویل، د بلخ سیمه ییزو چارواکو د جنرال دوستم هغو سلګونو پلویانو ته د سوله ییز لاریون اجازه نه ده ورکړې چې د جنرال دوستم د عکسونو لېرې کولو غوسه کړي وو او غوښتل یې په مزار شریف کې سوله ییز اعتراض وکړي.
خو د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته ویلي چې د مزار شریف ښار ته یې د سلګونو هغو ناپېژانده کسانو چې وسله وال هم په کې وو د ننوتلو مخه نیولې ده.
د بلخ والي عطا محمد نور بیا پر خپله فیسبوک پاڼه په یو پیغام کې د جنرال دوستم د عکسونو څېرل د ګډوډي اچونکو کار بللی دی، خو خبرداری ورکړ چې چاته به اجازه ورنه کړي چې د یو عکس د څېرې کېدو په پلمه د ښار امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
د عطا محمد نور له خوا په خپر شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې امنیت خرابونکي دي د ۱۳۷۲ او ۱۳۸۲ هجري کلونو ترخې خاطرې او ذهنیتونه نه تازه کوي.