"د بلخ سیمه ییزې ادارې مو د سوله ییزې مظاهرې مخه نیولې"

په بلخ کې د جنبش حزب مسؤلین وايي چې د بلخ ولایت سیمه ییزي ادارې د دوی د کسانو له خوا د سوله ییزې مظاهرې مخه نیولې.

په بلخ کې د جنبش حزب د اجرائیوي کمېټې مشر عزیزالله فضلي وايي د جنبش بهیر سلګونه غړي چې غوښتل یې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د عسکونو د لیري کولو په غبرګون کې په مزارشریف ښار کې سوله ییزه مظاهره او مدني حرکت وکړي، خو د بلخ سیمه ییزې ادارې یې ښار ته د داخلېدو منخنیوی کړی دی.

خو د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد وايي، سلګونه هغه کسان چې وسله وال هم په کې شامل وو او غوښتل یې مزار شریف ښار ته په ننوتلو سره بې نظمي او تاوتریخوالی رامنځته کړي د امنیتي ځواکونو له خوا یې ښار ته د ننوتو مخه نیول شوې ده.

د جنش حزب چارواکي په مزارشریف کې د سوله ییزو مظاهرو د ترسره کولو خبر ورکوي.

په بلخ ولایت کې د خلکو مظاهره

د جنبش حزب سرپرست او د اجرائیه کمېټې مشر عزیز الله کارګر ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بلخ ولایت له لیرو پرتو سیمو څخه په سلګونه کسانو غوښتل چې مزارشریف ښار ته راشي او په سوله ییزه توګه مدني احتجاج ترسره کړي چې د بلخ د سیمه ییزې ادارې له لوري ورته اجازه ورنه کړل شوه.

ښاغلي کارګر وویل چې په تېرو څو ورځو کې د مزار شریف له لویو څلور لارو او چوکونو څخه د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم تصویرونه په نا څرګند دلیل شکول شوي او لیرې شوي دي.

دی وايي چې یادې مسئلې د ښاغلي دوستم د پلویانو غسه راپارولې او غوښتل یې چې مزارشریف ښار کې سوله ییزه مظاهره وکړي چې د بلخ د سیمه ییزې ادارې له خوا یې مخنیوی شوی دی.

ښاغلي کارګر وویل:

"یادو کسانو غوښتل چې مظاهره ترسره کړي، دا د هر جنبش، ټولنې او بنسټ مدني حق دی چې احتجاج او مظاهرې وکړي خو ورته اجازه ورنه کړل شوه."

د عزیز الله کارګر د خبرو په ردولو سره د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي چې په سلګونه تنه ناپېژانده کسان چې په کې وسله والو هم حضور درلود غوښتل یې مزارشریف ښار ته دننه شي او دلته په بې نظمی او خشونت لاس پورې کړي چې مخه یې ونیول شوه.

د بلخ د سرپرست والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې یاد کسان له بلخ څخه نه وو او د بلخ له ګاونډیو ولایتونو او له نورو لیرو سیمو څخه راغلي و او غوښتل یې مزارشریف ته د وسله والو کسانو د انتقال هڅه وکړي چې د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخنیوی شوی.

هغه وویل چې دوی د مدني حرکت هرکلی کوي او دا حرکت چې په بلخ کې ترسره کېږي، نو ګډونوال یې هم باید د بلخ اوسېدونکي وي.

ښاغلي منیر وویل، دوی د هر ډول مدني حرکت ملاتړ کوي، خو وسله والو ته به اجازه ورنه کړي چې مزارشریف کې نا امني او خشونت رامنځته کړي او په هر قیمت به یې مخنیوی کېږي.

په بلخ ولایت کې لاریون د عبدالرشید دوستم د انځورونو د څیرولو په غبرګون کې کېږي.

منیر فرهاد یې په اړه زیاته کړه:

"دا کسان له نورو ولایتونو څخه راغلي وو، په کې وسله وال کسان هم وو، یاده مسئله مهمه وه او موږ ورته اجازه ورنه کړه."

باید یاده شي چې څو کاله دمخه په مزارشریف کې په یوه احتجاج کې وسله والو کسانو ګډون درلود چې د نورو مظاهره کوونکو غسه یې راوپاروله او په بلخ کې یې د ملګرو ملتونو پر سیمه ییز دفتر حمله وکړه چې په پایله کې د یاد دفتر څو تنه کار کوونکي ووژل شول.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی