د ایټالیا د غوره لیګ په سیالیو کی میلان او لاتزیو خپلی سیالۍ مساوي کړې او د یونتوس ټیم د تورین ټیم ته ماتې ورکړه.
د فوټبال د نړیوال فدراسیون د معلوماتو په اساس د میلان ټیم خپله سیالي له لاتزو ټیم سره یو د یو په وړاندې مساوي کړه او د یونتوس ټیم وکړای شول چې د تورین ټیم ته ۴ د یو په وړاندې ماتې ورکړې.
د یونتوس ټیم لپاره وراتا ۲ خدیرا او پوګبا یوـ یو ګولونه ووهل.