"د قزاقستان انتخابات پر ډموکراټیکه بڼه نه و برابر"

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وایي، د قزاقستان پارلماني انتخابات پر هغه ډموکراټیکه بڼه چې دې هېواد يې ژمنه کړې وه، نه و برابر.

د دی سازمان د انتخاباتو د څار تنظیمونکې مارییته تیدي وویل، که څه هم قزاقستان یو څه پرمختګ کړي خو دا هېواد تر اوسه اوږده لاره په مخ کې لري چې د انتخاباتو په اړه خپلې ژمنې پرځای کړي.

په قزاقستان کې د انتخاباتو چارواکي وايي د ولسمشر نور سلطان نظربايف ګوند نوراوتان په پرونيو پارلماني انتخاباتو کې تر ٨٢ سلنې زياتې رايې ګټلې دي.

د لومړنيو نتايجو له مخې، دوو نورو ګوندونو د خلکو کمونيست ګوند او اک-ژول چې د نظربايف متحدان ګڼل کېږي، ٧ سلنه رايې وړې دي.

دغه انتخابات د قزاقستان د ولسي جرګې يا مجلس د ١٠٧ سيټوتو لپاره وشول.

په دغو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه څه باندې ٧٧ سلنه وه.

په قراقستان کې له ۱۹۹۱میلادي کال راهیسې چې د پخواني شوروي اتحاد له نسکورېدو وروسته يې خپلواکي اخیستې، لوېديځو هېوادونو او نړيوالو څارونکو هېڅکله هم شوي انتخابات شفاف او ازاد نه دي بللي.

د ازادي راډیو خبریالان چې د انتخاباتو بهیر یې له نېږدې کتلي وایي، د هغه هېواد په ځينو سیمو کې د رایو صندوقونه ډک شوي او د کورنیو غړیو د نورو په استازیتوب رایې کارولې دي.