هلمند: په نهرسراج کې ۱۶ تنه د طالبانو له بنده ازاد شول

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو له بند نه ۱۶ تنه زندانیان خوشي شول.

د دغه وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو زندانیانو د خلاصون په عملیاتو کې ۱۷ تنه وسله وال چې شپږ تنه یې انتحاري حمله کوونکي وو، وژل شوي دي.

په دې عملیاتو کې یو شمېر وسلې هم د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلي دي.