دفاع وزارت: په ننګرهار کې ۳ داعش وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې درې غړي وژل شوي دي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د داعش دا غړي د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوې دي.

دفاع وزارت وایي چې دا پوځي عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د توپچي او هوایي ځواکونو په مټ ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د ننګرهار امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد ازادي راډيو ته ویلي چې په تېر کال کې د ننګرهار په بېلابېلو برخو کې د داعش ډلې د غړیو د تلفات شمېر ۱۹۵۰ تنو ته رسېږي.