د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چی د ۱۳۹۵ کال لپاره یی د پانګونې په برخه کی ګټور پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډیو ته وویل چی په یادو پروګرامونو سره به د پانګونې په برخه کې د تېر کال پرتې ستونزې هواري شي.
د ښاغلي قوقندي په خبره په ۱۳۹۵ کال کی د یو شمېر نندارتونونو او ملاقاتونو په برخه کې ګڼو هېوادونو په افغانستان کی پانګونې ته زړه ښه کړی.