"د چارواکو ضد او نقیضې څرګندونې د سولې ستونزې زیاتوي"

د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې په بهیر کې د افغان حکومت د چارواکو پر یوه واحد دریځ ټینګار کوي.

د دغې شورا مرستیال مولوی عبدالخبیر اوچقون نن ازادي راډيو ته وویل چې د سولې خبرو اترو په اړه د افغان د چارواکو ضد او نقیضې څرګندونې به په افغانستان او سیمه کې ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اصلاحاتو او ښې حکومت والۍ په برخه کې د افغان ولسمشر فوق العاده استازي احمد ضیاء مسعود تېره ورځ په پنجشیر ولایت کې وسله وال طالبان وژونکي یاد کړي او ویلې یې دي چې پر سولې باور نه لري.

خو ولسمشر او اجراییه رییس بیا تل ویلي چې یوه دوامداره او باعزته سوله راتلونکې ده او دوی په دې برخه کې ستراتیژیکه حوصله لري.