قزاقستان: واکمن ګوند تر ۸۲ سلنې زیاتې رایې وړي

په قزاقستان کې د انتخاباتو چارواکي وايي د ولسمشر نور سلطان نظربایيف ګوند نوراوتان په پرونيو پارلماني ټاکنو کې تر ٨٢ سلنې زياتې رايې ګټلې دي.

د لومړنيو نتايجو له مخې، دوو نورو ګوندونو د خلکو کمونيست ګوند او اک-ژول چې د نظربايف متحدان ګڼل کېږي، ٧ سلنه رايې وړې دي.

معنى دا چې دغه درې ګوندونه به د پخوا غوندې په پارلمان کې خپل استازي ولري.

دغه انتخابات د قزاقستان د ولسي جرګې يا مجلس د ١٠٧ څوکیو لپاره وشول.

په دغو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه څه باندې ٧٧ سلنه وه.

په قراقستان کې له ۱۹۹۱میلادي کال راهیسې چې د پخواني شوروي اتحاد له نسکورېدو وروسته يې خپلواکي اخیستې، لوېديځو هېوادونو او نړيوالو څارونکو هېڅکله هم شوي انتخابات شفاف او ازاد نه دي بللي.

د ازادي راډیو خبریالان چې د انتخاباتو بهیر یې له نېږدې کتلي وایي، د هغه هېواد په ځينو سیمو کې د رایو صندوقونه ډک شوي او د کورنیو غړیو د نورو په استازیتوب رایې کارولې دي.