بايډن: امریکا به په کلکه د اسرائیلو تر څنګ ولاړه وي

د امريکا د ولسمشر مرستيال يوې وتلې اسرائيل-پلوه ډلې ته ډاډ ورکړ چې د اوباما اداره به په کلکه د خپل منځني ختيځ د دې متحد تر څنګ ولاړه وي.

جوبايډن په عين حال کې وويل چې د ايران د اټمي پروګرام په اړه وروستۍ موافقه به سيمه نوره هم خوندي کړي.

بايډن پرون د امريکايي اسرائيليانو د عامه چارو له کمېټې سره په غونډه کې وويل:

"ايران اوس د تېر کال په پرتله د اټمي وسلو له ترلاسه کولو سره ډېره فاصله لري."

د امريکا مرستيال ولسمشر وويل، واشنګټن ځير دى او که ايران له هغې موافقې سرغړونه وکړه، د امريکا متحد ايالات به اقدام وکړي.

ده زياته کړه، د اسرائيل خلک ښه دليل لري چې د تروريزم د روانو اقداماتو له کبله ځانونه زيان منونکي احساس کړي.

ښاغلي بايډن ډاډ ورکړ چې د امريکا متحده ايالات به تل د خپل متحد، اسرائيل تر څنګ ولاړ وي.