د سوريې اپوزېسيون ډلې پرون په جنيوا کې د سولې د خبرو پر مهال وويل، د ولسمشر بشارالاسد د رژيم هغه هڅه ردوي چې غواړي د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د سولې د خبرو بل پړاو وځنډوي.
اپوزېسيون وايي، د اسد رژيم غواړي د سولې د خبرو بل پړاو تر پارلماني انتخاباتو وروسته چې د اپرېل پر ١٣مه په پام کې دي، ترسره کړي.
د سوريې د اپوزېسيون د مذاکرو عالي کمېټې وياند سليم المُسلط په جنيوا کې خبريالانو ته وويل، دغه کمېټه چې ګڼې مخالفې ډلې يې تر چتر لاندې راټولې دي، د مذاکرو ادامه غواړي او د نامشروع انتخاباتو په خاطر يې ځنډول نه مني.
بلخوا د مذاکرو عالي کمېټې مرستيال تنظيموونکي يحيى القُدماني پرون په دې اړه په جنيوا کې له روسيې وغوښتل چې پر ولسمشر اسد له خپل نفوذ نه استفاده وکړي:
"موږ غواړو روسيې ته ووايو چې هيله لرو، دغه هېواد له خپل نفوذ نه په استفادې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد پر رژيم فشار راولي، څو په سوريه کې د سياسي انتقال لپاره په جديت سره خبرو ته کېني."
د سوريې ولسمشر بشارالاسد تېره مياشت اعلان وکړ چې په سوريه کې به د اپرېل پر ١٣مه پارلماني انتخابات وشي.
په سوريه کې هر کال تر څلورو کلونو وروسته دغه انتخابات کېږي، وروستي اتنخابات په ٢٠١٢میلادي کال کې شوي وو.
د سوريې دولت او د اپوزېسيون مذاکره کوونکي له يوې اوونۍ راهيسې په جنيوا کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټيفن دي ميسټورا سره چې د منځګړي په توګه هلته حضور لري، په جلا جلا مذاکرو بوخت دي.