د کډوالو د مخنیوي موافقې سربېره ګڼ کډوال یونان ته رسېدلي

د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ د کډوالو د بهیر د مخنیوي لپاره د شوې موافقې د عملي کېدو سره سره، پرون هم له کډوالو ډکې کوچینۍ کشتۍ له ترکیې یونان ته ورسېدې.

دغه لانجمنه موافقه چې د شنبې له نیمې شپې راهیسې یي عملي کېدل پیل شوي، له مخې یې هغه کډوال چې د یونان ټاپوګانو ته ځانونه رسوي، بېرته ترکیې ته استول کېږي.

د فرونتیکس Frontex په نوم د اروپایي ټولنې د سرحدونو د ادارې شاوخوا ۲۳۰۰ افسران به د یونان د پولیسو له ځواک سره یو ځای کېږي چې له دوی سره به د فرانسې او جرمني شاوخوا ۶۰۰ پولیس او د پناه ورکولو د چارو ماهران هم ملګرتیا کوي.

خو د یونان چارواکو وویل چې د اروپایي ټولنې چارواکي تر اوسه نه دې وررسېدلي چې د دغو نویو ورغلو کډوالو دوسیې وڅېړي.

ویل کېږي چې تېره شپه شاوخوا ۸۷۵ کډوال د یونان ټاپوګانو ته رسېدلې دي.

د جرمني صدر اعظمې انګلا میرکل ویلي چې داسي نښکاري چې ترکیې ته د کډوالو بېرته استول دې د اپریل له څلورمې مخکې پیل شي.

دغه موافقه له اروپایي اتحادیې غواړي چې د کډوالو په منځ کې هر هغه سوریایي وګړی چې یونان یي بېرته ترکیې ته استوي، د ترکیې د کډوالو له کمپونو یې ومني.

شاوخوا درې میلیونه سوریايي کډوال چې له کورنۍ جګړې تښتېدلي، په ترکیه کې اوسي.