قزاقستان: حاکم ګوند د پارلماني انتخاباتو ۸۲ سلنه رايې وړي

د قزاقستان د پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجه ښي چې د ولسمشر نورسلطان نظر باییف واکمن ګوند په سلو کې ۸۲ رایې ګټلي دي.

د قزاقستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون پرون د انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته اعلان وکړ چې د رایو ورکوونکو شمېر په سلو کې نېږدې ۷۷ و.

په قراقستان کې له ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسې چې د پخوانې شوروي اتحاد له نسکورېدو وروسته دې هېواد خپلواکي اخیستي، هېڅکله هم تر سره شوي انتخابات لوېدیځ هېوادونو او نړیوالو څارونکو، شفاف او ازاد نه دي بللي.

د ازادي راډیو خبریالان چې د انتخاباتو بهیر یې له نېږدي کتلي وایي، د هېواد په یوشمېر سیمو کې د رایو صندوقونه ډک شوي او د کورنیو غړیو د نورو په استازیتوب رایې کارولي دي.

د نظرباییف "نوراوتان" ګوند د پارلمان د ۱۰۷ کسیز مجلس لپاره یو ریښتینی سیال نه درلود.

پر نوراوتان سر بېره د رایو نتیجه ښیي چې د مجلس لپاره دو نورو ګوندونو، حکومت پلوي د خلکو کمونست او "اک زول" ګوندونو هر یوه په سلو کې څه باندې اووه رایې خپلې کړې دي.

دا هغه تر ټولو کم حد دی چې یو ګوند یې باید پوره کړي چې پارلمان ته لاره پیدا کړي.