مزارشریف: د ګل سرخ په نامه د نجونو د بایسکل چلونې سیالي وشوه

تیره ورځ په مزارشریف ښار کې د ګل سرخ په نامه د نجونو د بایسکل چلونې سیالي ترسره شوه.

د بایسکل چلونې د فدراسیون مشر عبدالصادق صادقي ازادي راډیو ته وویل چې په دغه سیالي کې د بلخ، پروان او کابل ښار څخه ۱۲ نجونو ګډون کړی وه.

د ښاغلي صادقي په خبره د دغې سیالي لومړی، دوهم او دریم مقام ګټونکی ته نقدي جایزې هم ورکول شوي.