د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، په ۱۳۹۴ کې د افغانستان واردات په بازارونو کې د تقاضا د کمښت له کبله له اوو میلیاردو ډالرو څخه پنځه میلیاردو ډالرو ته راټیټ شوي دي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، څلور نوویم کال د افغانستان د سوداګرو لپاره هېڅ ښه کال نه وو او په ورته وخت کې حکومت هم د اداري فساد، امنیت او افغان سوداګرو ته د سهولتونو د برابرولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي نه کړي.
ښاغلی الکوزی وايي، له همدې کبله په کم ساری توګه په افغانستان شاوخوا د ۳۰سلنه پانګونه په څلور نوویم کال کې کمه شوه.
نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، له تېرو دوه کلونو تردې دمه له افغانستان نه پانګه د تیښتې په حال کې ده او که وضعیت همداسې دوام وکړي له هېواده به د پانګو د ویستلو لړۍ چټکه شي.