ماليي وزارت په ګمرکونو کې بنسټیز اصلاحات راوستي

د افغانستان د مالیې وزارت مسولین وایي چې د هېواد په ګمرکونو کې یې بنسټیز اصلاحات راوستي دي.

د دغه وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي د ۱۳۹۴ کال د پروګرامونو د تشریح په غونډه کې وویل چې د افغانستان په ګمرکونو کې یې په نوي ټکنالوجۍ سمبال وسایل لګولي چې د عوایدو په ډېریدو او د فساد په له مځه وړلو کې به ګټور تمام شي.

د ښآغلي عبدالرحمیزي په خبره مخکې تردې یو شمېر کسانو په دغه وزارت کې د فساد له موجودیته شکایت کاوه.