د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت مسولین وایي چې د کرنې د پرمختګ لپاره یې ګټور پروګرامونه عملي کړي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د ۱۳۹۴ کال د پروګرامونو د تشرح کولو په مراسمو کې وویل چې د کرنې د پراختیا په اړه یې تیره اوونۍ د ۶۷ کانالونو بیا رغونه او پاکول پیل کړي دي.
د ښاغلي رستمي په خبره دغه کانالونه به په پروان، لوګر او کابل ولایتونو کې پاک او بیا ورغول شي.