ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن کیوبا ته سفر وکړي.
اوباما به په هاوانا کې ۴۸ ساعته تېر کړي.
دا سفر له کیوبا سره د امریکا د نیمې پېړۍ خرابو اړیکو له عادي کېدو ۱۵ میاشتې وروسته کېږي.
سپینه ماڼۍ وايي، په ۱۹۵۹ میلادي کال د فیډرل کاسټرو له انقلابه وروسته د امریکا د یوه ولسمشر له لوري کیوبا ته سفر د کیوبا د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره چې د امریکا د بندیزونو له کبله تریخ شوی وو، یو ګام دی.
اوباما به د کیوبا له ولسمشر راول کاسټرو او دغه راز د کیوبا له سیاسي ناراضانو سره وویني.