د سوريي په رقه ښار باندې چې د داعش مرکز ګڼل کیږي،هوايي بریدونو لسګونه کسان وژلي دي.
د سوريي د بشري حقونو د څار ډله چې له لندن څخه فعالیت کوي وايي، د تېرې ورځې په بمبارېو کې لږترلږه ۳۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
د بشري حقونو ځینو نورو فعالانو بیا د وژل شوو شمېرله څلویښتو لوړ بللی دی.
دې ډلې ویلي دا لا نه ده روښانه چې په رقه ښار تازه بمباري روسيي الوتکو کړې او که د سوريي هوايي پوځ.