روسیه: امریکا دې په سوریه کې د جګړې د بندیدو لپاره نورګامونه واخلي

روسیه وايي، امریکا باید په سوریه کې د جګړې د بندیدو لپاره لانورګامونه واخلي.

د روسيی د دفاع وزارت تیره ورځ په یوې اعلامیه کې وویل، که څه هم د سوريي د حکومتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ اوربند په ټوله کې تر اوسه مراعت شوی خو په حمص کې یاغیانو پر حکومتي سرتیرو ډزې کړی او یو سرتیرې يې وژلی دی.

د روسيي د دفاع د وزارت په اعلامیه کې پر امریکا انتقاد شوی چې د وسله والو یاغیانو په کنټرولو کې پاتې راغلی دی.

متحده ایالاتو تردې دمه د روسېې ددې انتقادونو پر وړاندې عکس العمل نه دی ښودلی.