مجاهد:اسلامي حزب سره د سولې خبرې به طالبان هم وهڅوي

د سولې عالي شورا وايي، د ګلبدین حکمتیارپه مشرۍ اسلامي حزب سره د سولې خبرې به طالبان هم په دې پروسه کې شاملیدو ته وهڅوي.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم حزب اسلامي او حکومت ترمنځ خبرې پر طلبانو کوم مستقیم اغیز نه لري خو دا یو هڅونکی اقدام دی.

د افغان حکومت او د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب ترمنځ د سولې خبرې تیره پنجشنبه په رسمي ډول په کابل کې پیل شوې.

بل لورته طالبانو له افغان حکومت سره خبرې کول رد کړي او له دې ډلې سره د سولې د هڅو برخلیک لا روښانه نه دی.