افغان کرکټ لوبډله نن یکشنبې له جنوبي افریقا سره مخامخ کیږي

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د شل اوریز نړېوال جام په سیالیو کې له جنوبي افریقا سره مخامخ کیږي.

دا لوبه د هند د ممبي ښار د کرکټ په نړېوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

که څه هم جنوبي افریقا د نړۍ له پیاوړو ټیمونو څخه ده خو افغان لوبغاړي او د ټیم روزونکي وايي، دوي د دې سیالۍ لپاره پوره چمتوالی لري.

افغانستان د شل اوریز نړېوال جام د لسو غوره ټیمونو په سیالیو کې خپله لومړی لوبه سري لنکا ته بایللې ده.

افغانستان له انګلستان او ویست انډیز سره هم مسابقې لري.