ولسمشرغني: افغانستان به په نوي کال کې بې ساري بریښنا تولید کړي

ولسمشراشرف غني وايي، افغانستان به په نوي لمریز کال کې دومره بریښنا تولید کړي چې په تیرو سلو کې يې ساری نه وي.

د افغانستان جمهور رئیس دا خبره د نوروز په مناسبت خپله وینا کې وکړه.

ښاغلي غني دا هم وویل چې په لویدیځ کې له ایران او په جنوب کې به له پاکستان سره د اورګاډۍ پټلی جوړې شي او زیات شمیر ولایتونو به د لویو اقتصادي پروژو شاهد وي.

محمد اشرف غني وویل، تېرکال افغان حکومت له اقتصادي بحران سره مقابله وکړه او ولس به په نوي کال کې ددې مقابلې ثمره وویني.