د ننګرهار په ښیوه کې ۱۰تنه مشکوک بهرنیان نیول شوي

د ننګرهار په ښیوې ولسوالۍ کې لس تنه مشکوک بهرنیان نیول شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، دا کسان د جمعې په ورځ پر یوه کور د امنیتي ځوړاکونو په چاپه کې نیول شوي دي.

خوګیاڼي وویل، له نیول شوو کسانو څخه پلټنه روانه ده خو نوموړي د هغوي د هویت او دا چې څه فعالیت يې کاوه، جزئیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې د سیمې یوې باوري سرچیني ازادي راډیو ته ویلي چې په نیول شوو کسانو کې ۷ تاجک او درې روسي اتباع دي.

اخوا بیا ملي امنیت وايي چې په کابل کې يې د حقاني شبکې درې غړي چې غوښتل يې ځانوژونکې بریدونه وکړي نیولي دي.