د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې په نوې کال کې د داعش ډلې په وړاندې لازم تدابیر لري.
د ننګرهار امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې په ۱۳۹۴ کال کې له داعش ډلې سره تړلې نېږدې دوو زرو جنګیالیو ته تلفات اوښتی دی:
"د کورنیو چارو وزارت موږ ته زیات سیمه ییز پولیس منظور کړي چې بشپړ تجهیزات لري، د نازیانو په سیمه کې مو نېږدې زر پاڅون کوونکي ځای پرځای کړي دي."
په ورته وخت کې د ننګرهار خلک هیله لري چې راتلونکي کال به حکومت د داعش په وړاندې کوټلي ګامونه واخلي.