"ځوانانو ته باید په بېلابېلو برخو کې ونډه ورکړل شي"

د کابل ولایت د ټولو ولسوالیو او ناحیو د ځوانانو ملي کنګرې له حکومته وغوښتل چې ځوانانو ته دې په بېلابېلو برخو کې د فعالیت ونډه وړکړي.

په وروستیو کلونو کې دا څوم ځل دی چې افغان ځوانان له دولت څخه په بېلا بېلو برخو کې ونډې غواړي.

د کابل ولایت د ۱۴ولسوالیو او د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د ځوانانو ملي کنګرې د شنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې وویل، د هېواد ځوانان که زده کړې يې کړې او که په نورو حرفو او کارونو کې ظرفیتونه لري، اکثریت یې د بېکارۍ، نامنیو او په دولتي چارو کې د نه ګډون له امله له ورپېښو ستونزو شکایت کوي.

دوی پرحکومت تاکید وکړ چې د هېواد له دغه ستر ځواک څخه دې د سولې په ټینګښت، حکومتولۍ او دهېواد په پرمختګ او ترقۍ کې کار واخلي.

د افغان ځوانانو د ملي کنګرې منشي روح اله سهاک وویل، که حکومت په هره برخه کې د ځوانانو ونډه له پامه وغورځوي، په هېواد کې به د امنیت ټینګېدل او پرمختګ له ځنډ و خنډ سره مخ شي:

"همدغه ځوانان دي چې د بېکارۍ او غریبۍ په اساس، د هېواد پرېښودلو ته مجبورېږی، که چېرې د هېواد ځوانانو ته زمینه برابره شي په علم، تخنیک او داسې نورو چارو کې به د نړۍ د پرمختللو هېواد ونو له ځوانانو څخه مخکې شي، ځوان نسل په هېواد کې د ملا د تير حیثیت لري او که دقیق عملي پروګرامونه ورته په پام کې ونه نیول شي، هېواد به له ستونزو سره مخ او دغه سترځواک به ضایع شوی وي."

په جوړې ناسته کې د ځوانو نجونو په استازیتوب شمایل زارع وویل، سره له دې چې چارواکو په دولتي ارګانونو کې ښځو ته د ونډې ورکولو ژمنه کړې خو بیاهم په درې ګونو امینتي ځواکونو او ملکي ادارو کې د ښځو ونډه لږه ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال کمال سادات وویل، حکومت پلان لري چې په ټولو برخو کې ځوانانو ته ونډه ورکړي:

"د کار وبار په برخه کې غوښتنلیکونه راوړئ چې دندې درکړو، خو یوه خبره شته ټولې دندې په کابل کې نه شو ورکولی، همدا اوس په زابل ولایت کې په سلګونو بستونه تش دي، څوک نه ورځي، دا هېواد که جوړېږی په قربانۍ جوړېږي، بیا همدا دولت حاضر دی چې ګام به ګام خلکو ته د کار زمینې برابرې کړي."

د غونډې ګډونوالو ځوانانو وویل، ناامني د ټولو ناخوالو لامل دی او د حکومت ترڅنګ دوی هم هڅه کوي چې په دې برخه کې فعال رول ولوبوي.

دوې تا کید وکړ چې حکومت دې د کارموندلو په برخه کې له دوی سره په کړیو ژمنو عمل وکړي.

د ناستې په پاې کې د ځوانانو ملي کنګرې د ازادي رادیو په ګډون، یوشمېر رسنۍ وستایلی او ستاینلیکونه یې ورکړل چې د ځوانانو په برخه کې یې ښې خپرونې کړي دي.

راپور: خان محمد سیند