یونیسف دبامیانو له روغتیا ریاست سره مرسته وکړه

یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، د مور اوماشوم د مړینې کموالې په هدف د بامیانو د عامې روغتیا له ریاست سره د دوه لکه امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وکړه.

د بامیانو ولایت د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر رضا اکبري ازادي راډيو ته وویل چې په دغو مرستو کې ۲۳ ډوله طبي وسایل شامل دي چې د دغه ولایت د یکاولنګ، پنجاب او ورس ولسواليو ته ورکړل شول.

په همدې حال کې په افغانستان کې د یونیسف ادارې رییس مین وي کانګ وايي چې د روغتیا په برخه کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.