د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ټول هېواد کې پولیسو ته امر کړی چې د نوروز د نمانځلو لپاره کلک امنیتي تدابیر ونیسي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پولیسو په لوړه کچه امنیتي تدابیر نیولې دي:
"د کورنیوچارو وزارت مشرتابه د نوروز د نمانځلو لپاره پولیسو ته امر کړی چې په ټول هېواد کې خپل امنیتي تدابیر نور هم زیات کړي، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې امنیتي تدابیر په لوړه کچه دي."
ښاغلي صدیقي زیاته کړه هغه کسان چې د ګل سرخ میلې لپاره بلخ ولایت ته ځي په لویو لارو کې ورته ټنیګ امنیت نیول شوی.
د پسرلي په لومړۍ ورځ په مزارشریف کې د ګل سرخ دودیزه مېله کېږي په همدې ورځ په افغانستان کې عمومي رخصتي وي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې هم خلک د نوې کال لپاره مېلو ته ځي.