امریکا: روسیې خپلې اکثریت جنګي الوتکې له سوریې ایستلي

امریکایي پوځي چارواکي وایي چې روسیې خپلې اکثریت جنګي الوتکې له سوریې ایستلي دي او په تېرو اوو ورځو کې یې د سوریې په شمال کې بمباري نه ده کړې.

د امریکا د مرکزي قوماندې ویاند ډګروال پاټریک ریډر تېره ورځ وویل، روسیې ډېرې جنګي الوتکې له سوریې بهر کړې دي، خو تر اوسه لا په سوریې کې هلیکوپټر او ټرانسپورټي الوتکې لري.

دا لومړی ځل دی چې د روسیې د ولسمشر د مارچ د ۱۴مې نېټې د امر، تایید د امریکا له خوا کېږي.

ولادي میر پوتین له سوریې څخه د اکثریت روسیي ځواکونو د وتلو امر کړی و.