"د پاریس د حملو طراح صلاح عبدالسلام ونیول شو"

د بلجيم صدراعظم شارل ميشل وويل، صلاح عبدالسلام چې په پاريس کې د نوامبر مياشتې د حملو عمده مشکوک طراح ګڼل کېږي، له دوو نورو مشکوکو کسانو سره نيول شوى دى.

ميشل پرون په بروکسل کې وويل، دا د ډيموکراسۍ او زموږ د ارزښتونو لپاره يوه مهمه لاسته راوړنه ده.

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ وويل، تمه لري چې عبدالسلام ژر تر ژره فرانسې ته وسپارل شي.

دغه درې مشکوک کسان د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د پوليسو په عملياتو کې ونيول شول.

کله چې پوليس د بروکسل په مولين-بيک سيمه کې يوه اپارتمان ته ننوتل، عبدالسلام پر پښه ټپي شوى و.

تر دې مخکې د بلجيم څارنوالانو ويلي وو چې د عبدالسلام د ګوتو نښانونه يې د بروکسل په يوه اپارتمان کې موندلي دي.

پر دغه اپارتمان څو ورځې مخکې چاپه اچول شوې وه.

د بلجيم په جنوب کې د سې شنبې په ورځ د الجزاير يو تبعه چې شک کېږي له داعش ډلې سره يې اړيکې درلودې، د چاپې پر مهال ووژل شو.

٢٦ کلن عبدالسلام د پاريس تر حملو مخکې په مولين-بيک سيمه کې اوسېدلى دى.

د پاريس په هغو حملو کې ١٣٠ کسان ووژل شول.